اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د وحشيانه استعمال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 11 بې كناه كشميريان شهيدان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي د غندنې په بيان كښې پاكستان وئيلي دي چې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د استعمال په نتيجه كښې په شوپيا او انت ناګ كښې كم نه كم 11 بې ګناه ځوانان شهيدان شوي دي او دا هم اطلاعات دي چې دا وحشيانه كرېك ډاؤن لا هم روان دے او په مظاهرچيانو او په خاص توګه په ماشومانو او مېرمنو د پېلټ ګن استعمال كولې شي۔ انټرنېټ سروس بند كړے شوےِ٬ دا د بې ګناه كشميريانو د سرټيټولو او تر فشار لاندې د راوستلو ي??ه بله هڅه ده۔ وياند ??وئ??ل چې دې اقدام سره د هند څېره يو ځل بيا بې نقابه شوې۔ د هند د رياستي تشدد غېر انساني او بدنما څېره رامخې ته شوې كوم چې د څو لسيزو نه د كشميريانو په ضد داسې كارروائې كوي۔ وياند ??وئ??ل چې پاكستان څو ځله وئيلي دي چې د هند لخوا داسې اقدامات قصدا او په منظم ډول د كشميريانو د عزم ماتولو هڅه ده خو سره د دې بدنما كارروائيو د كشميري اولس عزم ته ماتې ورنه كړې شوه۔ د مقبوضه كشمير بهادر او جري اولس بار بار احتجاج كوي او په يو صورت هم د دوي د خپلواكې د هڅو جذبه نه شي څوك كمولې او نه به هند كامياب شي چې د كشميريانو هڅې ترهګرې سره وتړي او نړۍ ګمراه كړي۔ وياند ??وئ??ل چې پاكستان د جمو كشمير اولس سره يووالي كوي٬ مونږ نړيوالې ټولنې ته وايو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس و??خلي چې پكښې بنيادي انساني حق شامل دے٬ِ نړيوالې ټولنه دې په هند فشار واچوي چې دغسې هغه د دې شرمناك سزاګانو كلچر بند كړي كوم چې د تېرو څو لسيزو نه روان دے۔ پاكستان نړيوالې ټولنې ته وئيلي دي چې هغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې پوخ حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔