اسل??م آباد 12 جون (اے پي پي) د توان وزير سيد علي ظفر د نهې پھ ورځ د پټروليم ??ويژن دوره وكړه او د ډويژن اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔د پټروليم سېكتر سېكندر سلطان راجه٬د پټروليم ??ويژن مجموعي كاركردګۍ٬د كار كولو تګلارې او د پټروليم ??انګې ته د پیښو مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔په بريفنګ كښې اېډېشنل سېكتر٬جوائنټ سېكتر او د پټروليم اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د توان وزير د پټروليم ??ويژن په فعاله كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او د پټروليم سېكتر ته يې سپارښتنه وكړه چې په مهمو چارو دې وفاقي وزير خبر وساتلې شي۔ده د وړوكي اختر د رخصتو ن?? پس د پټروليم ??ويژن ټولو څانګو او ذيلي ادارو په اړه د جلا جلا پريذنټې??ن خواهش څرګند كړو۔د توان وزير ووئيل چې د توان وزارت كاركردګي له ښه كولو له به د پټروليم او توان ډويژن شريكه غونډه هم كولې شي۔ده ووئيل د توان څانګې له د اېل اېن جي او فرنس آئل طلب ترمخه د توان څانګې ادائيګو معاملې حل كولو ته اړتيا ده دغسې چې د تعطل نه غېر د برېښنا وركول باوري كړې شي۔ده په دې اړه د پیټروليم ??ويژن ت د عمل وړ حل لټولو سپارښتنه وكړه