اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) 2018 ټولټاكنو كښې د قامی اسمبلۍ په 270 چوكو 305 ميرمنې كانديدانې نيغ په نيغه ټاكنو كښې برخه ??خلي۔ ټاكنو كښې برخه ??خستونكو 107 ګوندونو كښې د 45 ګوندونو ميرمنې كانيدانې نيغ به نيغه نامزد كړې دي۔ د انتخابی قانون 2017ء له مخې ټاكنو كښې برخه ??خستونكې ټول ګوندونه د قامی او صوبائی اسمبلیو په عمومی چوكو 5 فیصده ټكټ ميرمنو له د وركولو پابند دي۔ 60 ميرمنې د آزاد كانديد په توګه میدان كښې ولاړې دي۔ نېشنل ګوند تر ټول زيات 12 فیصد ټكټ ميرمنو كانديدانو له وركړې۔ پاك سرزمین ګوند 8.12 فیصده، پاكستان پیپلز ګوند 6.6 فیصده، متحده قومی موومنټ او مسلم لیګ (ن) 5.7 فیصده، متحده مجلس عمل 5.6 فیصده دغسې تحریك انصاف 5.4 فیصده ټكټ ميرمنو له وركړې دي۔