اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)په پاكستان كښې د هند هائي كمشنر اجے بساريا د پاكستان تحريك انصاف مشر ع??ران خان سره د هغه په استوګنه بني ګاله كښې ليدلې دي او هغه ته يې په 2018 ټولټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښودې شيري مزار په خپل ټويټر پېغام كښې ووئيل عمران خان د كشمير مسئلې پشمول په ټولو هوارونكو مسئلو د پاكستان او هند ترمينځه د خبرو اترو د بيا پېل كولو په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو ??لاف ورزيو د تشويش څرګندونه وكړه۔شيري مزاري كومه چې د ملاقات په مهال موجود وه ووئېل عمران خان دا هيله لرلې چې د سارك مشرانو ??ونډه به ډېر زر اسلام آباد كښې كېږي۔هندي هائي كمشنر ووئيل د مودي عمران خان ته ټېليفون كولو سره په هند كښې د مثبت دور پېل كېدو اميد پېدا شوې او هيله لرم پاكستان سره به اړيكې په زړه پورې حد ته ورسي۔د پاكستان تحريك انصاف لخوا جاري شوي بيان له مخې د هند هائي كمشنر ه??له څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ??رمينځه د اړيكو مثبت دور پېل شوې۔وزيراعظم نريندر مودي هم عمران خان سره په ټېليفون د شويو خبرو اترو په مهال عمران خان لپاره د نيكو هيلوڅرګندونه كړې وه او وئېلې وو هند د پاكستان سره د اړيكو نوې دور پېل كولو لپاره چمتو دے