اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د آبي وسائلو و??اقي وزیر فېصل واوډا وئيلي دي هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره سخت احتساب ضرورې دے۔ نجي ټ?? وي سره په خبرو كښې ده ووئيل هېواد څخه د بدعنوانۍ خاتمه او د بې وزله كسانو خېرښګړې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ده ووئيل حكومت د قامي ادارو كاركردګي ښه كولو او ادارې قوي كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ فېصل واوډا ووئيل د اقتدار ترلاسه كولو په مهال هېواد لوي مالي زيان سره مخ ٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي آئي به د چا سياسي استحصال نه كوي٬ نه زمونږ حكومت په دې ??او?? لري او مونږ د امتيازې احتساب پلويان يو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نېب خپل??اك?? اداره ده او حكومت په رېفرنس كښې هېڅ كردار نه لري دا د نېب معامله ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كراچۍ كښې د بدعنوانه چار??اك?? له امله د ښار د 30 نه تر 60 فيصده اوبه غلا كېږي ٬ وفاق او صوبائي حكومت په دې لړ كښې ګامونه پورته كوي او په دې ??حران به ډېر زر قابو و??وندلې شي