پېښور ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) آرمی پبلک سکول اېنډ کالج ېېښور كښې د 16 دسمبر كال 2014 پېښې شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كولو له د اتوار په ورځ يوه پروقاره دستوره وشوه۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د دستورې پېل شهيدانو لپاره خاص دعا څخه وكړې شو۔ له دې پرته قومي سرود وغږولې شو۔ د پاك پوځ ډلې سلامي وړاندې كړه۔ قرآن خواني وشوه۔ د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو ??و فاتحه ئې ولوستله۔ وروستو دې د شهيدانو د??ور??يو كسانو سره او ځائي وګړو ??ره د هغوي په قرآن خوانۍ كښې شامل شو۔ د قرآن خوانۍ دستوره په آرمی پبلک سکول پېښور كښې وشوه په كومه كښې چې د شهيدانو د ??ور??ۍ كسانو په شمول ځائي كسانو او د سكول كوچنيانو او عملې لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال ګورنر شاه فرمان خپلو خبرو كښې ووئيل ټول اولس د شهيدانو مېړنو ??ور??يو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د اے پي اېس پېښې ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې كړې دې۔ دستوره كښې د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال شاهین مظهر محمود هم موجود وو۔