اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي چې حكومت به ادارې بحال او مضبوطوي چې دغسې د ا??لس د ستونزو په خاتمه كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړی شي٬د تېرو حكومتونو د كمزورو او غلطو پالېسو له امله ادارې كمزورې كړی شوې دي۔په لندن كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده وو??يل چې د نېب پشمول د بېلا بېلو ادارو بيا بحالي د ا??سني وخت ضرورت دې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل چې هيله ده چې د ده په اړه به د نېب انكوائري زر ترسره شي۔نېب چې په دې لړ كښې چې كومه مرسته غواړي كولې به شي۔ده وو??يل چې لس كاله پس د برټش ايئرويز لخوا پاكستان لپاره د پروازونو بحالي د خوشحالۍ خبره ده۔نور ايئر لائنز به هم ډېر زر خپل پروازونه پېل كړي۔ده وو??يل چې د نړيوال ايئر لائنز راتلو سره به د سرمايه كارۍ او ملازمتونو موقعو نه علاوه نړۍ سره رابطه جوړه شي۔ده وو??يل چې د تحريك انصاف حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو ډېر قدر كوي ځكه چې دوي د پاكستان په پرمختګ كښې لويې كردار ترسره كړې۔د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې حل كول د ا??سني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ده وو??يل چې اوورسيز اېډوائزري كونسل بحالولې شي۔د دې د غړو شمېره د 150 نه كمولو سره 50 ته راوستلې شي كوم به چې د ميرټ په بنياد ټاكلې شي۔