اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي سعودی عربستان او پاکستان دوه ورونړا هېوادونه دي ??وم چې خپلو كښې د دوه اړخيزه احترام ٬ مرستې او باور خپلولي لري۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ د سعودي عربستان د اطلاعات وزير سره د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال وكړه۔ چوهدري فواد حسېن خپل سعودي ??مڅنګ ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ په دې مهال د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه په نزدې اړيكو هم خبرې وشوې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يوو۔ دده دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ ده ووئيل سعودی عربستان او پاکستان دوه ورونړا هېوادونه دي ??وم چې خپلو كښې د دوه اړخيزه احترام ٬ مرستې او باور خپلولي لري۔ وف??قي وزير ووئيل په راتلونكي وخت كښې به سعودي عربستان او پاكستان كښې د ميډيا په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې لارې نورې پراخا شي۔ د سعودی عربستان د اطلاعاتو وزير د نېكو هيلو په څرګندونه د وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن مننه وكړه