اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د نوې سر شمېرې له مخې د قامي اسمبلې د حلقه بندو په لړ كښې د آئيني بدلون مسوده جوړه كړې شوې كومه به چې ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې كولې شيِ۔ دا پرېكړه په قامي اسمبلې كښې د پارلماني مشرانو غونډه كښې شوې كومه چې د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير زاهد حامد٬ د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ افتاب احمد٬ د عوامي نېشنل ګوند لارښود خاجي غلام احمد بلور٬ د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله٬ د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ اكرم خان دراني٬ د مسلم ليګ ﴿ف﴾ غوث بخش مهر٬ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچكزي٬ د پاكستان پيپلز ګوند سيد خورشيد احمد شاه او سيد نويد قمر٬ د متحده قومي موومنټ ډاكټر فاروق ستار٬ د پاكستان تحريك انصاف شاه محمود قريشي٬ د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ٬ِ د قانون سېكتر٬ د ټاكنو كميسون سېكتر بابر يعقوب٬ د نادرا چيئرمېن٬ د پاكستان د شمارياتو ادارې افسرانو او د نورو اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د ټاكنو كميسون او نادرا چارواكو ګډون كوونكو ته مطلوبه شمېرې وړاندې كړې او پارلماني مشرانو ته ئې د نوو حلقه بندو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د نوو حلقه بندو په اړه د قانون مسودې ته حتمي شكل وركړې شوې كومه به چې د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وړاندې كولې شي او د دې نه پس ئې د سېنېټ څخه منظوري اخستلې شي۔ ده ووئيل يوه ورځ وړاندې هم په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ په 272 چوكو اتفاق شوے و٬ نن په دې معامله نور مشاورت وشو او د قانون مسودې ته حتمي شكل وركړې شو۔ ده ووئيل د نوو حلقه بندو له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د قامي اسمبلې څلور عمومي او يوه د مېرمنو چوكې زياته كړې شې٬ په صوبه كښې به عمومي چوكې 39 او خاص چوكې به 9 وي٬ دغسې د خېبر پښتونخوا د ټولو چوكو شمېره به 48 شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې به دوه عمومي او يوه د مېرمنو چوكې زياته كړې شي او په صوبه كښې د ټولو چوكو شمېره به 20 شي۔ د وفاق تر انتظام لاندې د قبائيلي سيمو او د سندھ په چوكو كښې كوم بدلون نه دې شوې۔ ده ووئيل په وفاقي پلازمينه كښې به د يوې چوكې اضافه كولې شي او دغسې د دې ځائ د چوكو ټوله شمېره به درې شي۔ دغسې په مجموعي توګه به د قامي اسمبلۍ عمومي چوكې 272 وي او د 60 خاص چوكو سره به د قامي اسمبلۍ د چوكو ټوله شمېره 332 شي۔ ده ووئيل په چوكو كښې اضافه به د ابادې په بنياد كېږي۔ 7 لكه 80 زره ابادې لپاره به د قامي اسمبلۍ يوه چوكې وي۔ ده ووئيل دا لړې به د اېن اے ون څخه پېل شي۔ په دې كښې مارجن اف اېرر پلس مائنس 10 كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حلقه بندو په اړه د ټولو سياسي ګوندونو ترمېنځه اتفاق دے٬ د ټاكنو كميسون كار پېل كړے او هغه به په دې لړ كښې زيات په تفصيلي توګه خبر كړو۔ د غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل نويو حلقه بندو سره به كومه ګټه يا زيان نه كېږي٬ ضمني ټاكنې به هم د نويو حلقه بندو له مخې كېږي۔ ده ووئيل د نويو حلقه بندو په آئيني بدلون دې حكومت سېنېټ هم په اعتماد كښې واخلي